دافغانستان دانرژی معلوماتی مرکز دافغانستان دانرژی معلوماتی مرکز New Page 1

 AEIC Logo

 د انګریزي برخي لومري مخ             دافغانستان دانرژی معلوماتی مرکز 

"

 

دايبكو د ويش پروژه

 

  يو له اصلي موخو څخه دافغانستان لپاره دملي پرمختيا په پلان كي يو شمير پراخه استوگنو ته دخوندي برښنا دانرژۍ دبرابرولو له لاري داقتصاد د ودي لپاره دظرفيت لوړول دي. دافغانستان په كليوالي سيموكي يو گن شمير استوگن خلك دبرښنا په هيڅ ډول منبع باندي لاسرسۍ نه لري. يو شميرله دي سيمو څخه په سيارو ديزلي مولدونو سره چي دامريكا  دمتحده ايالاتو دنړيوالي پرمختيايي اداري (USAID) او نړيوال بانك پواسطه برابرشوي دي، تجهيز شوي دي.  اكثراَ د دي مولدونو گټه د وړ ويش ديوه سيستم په نشتوالي كي په يوه لږ  شمير پيرودونكو (مشتريان) پوري منحصر دي.  دنوي برښنا دشبكو دموندني لپاره يوه خوندي بيلگه ايزه پروژه، دسمنگانو دولايت په مركز په ايبكوكي دامريكا متحده ايالاتو دنړيوالي پرمختايي اداري  (USAID) پواسطه پلان گذاري شوي ده.

 

    دپروژي موقعيت

 

  دا پروژه دنوي برښنا ديوه بنسټ له جوړولو سره كيداي شي دگڼ شمير استوگنو لپاره دبرښنا دانرژۍ دبرابرولو له لاري داقتصادي ودي ظرفيت ته به زياتوالي وبخښي. داكار پر مدني بنسټ مستقيمه اغيزه لري چي په كرنه كي دتوليد دظرفيت لوړوالي او دكار او كسب  زمينه برابروي، برسيره پردي، په  سيمه كي امنيت او ثبات زياتوالي مومي او كيداي شي دكوكنارو دكر په مقابل كي داقتصادي دوامداري بديلونو د انتخابونو څيړنه اغيزمن وي.

 

    دپروژي بيان

 

  او س مهال ايبك د ۶ كيلوولتو هوايي ويش دسيستم لرونكي دي. دزاړه سيستم مزي له معياري  حد څڅه دلږ ظرفيت لرونكي وو او له بي ځايه او نا مناسبه دلرگو له ستنو څخه گټه اخيستل شوي. داستني دبرښنا د ويش دشبكو دپروژي ديوي برخي په توگه بايد په يوه نوي ۲۰ كيلوولت سيستم له كانكريتي ستنو سره او ترځمكه لاندي ويش دبرښنا مزي دهوايي مزو په ځاي بدل شي. برسيره پردي، پروژه په پام كي لري ترڅو دكښت ((بذر)) د يوه سيستم موضوع معرفي كړي ترڅو افغان خلك وكولاي شي له لاسته راغلي عايد څخه دبرښنا دويش دپراختيا او پايښت لپاره پانگه اچونه وكړي. دا كار خلك په دي قادر كوي چي ترڅو راتلونكي پراختيا خپله وټاكي نه داچي يواځي يو سيستم ورته وښودل شي.                 نوي    ۲۰ كيلوولټه مزي دطوفانو په مقابل كي دمقاومت او محكموالي لرونكي وي او كيداي شي له حده ډيرو ولتاژ په سقوط كي كموالي وليدل شي. دا سيستم كيداي شي دبرښنا د ودي زمينه راتلونكو ۵ څخه تر ۱۰ كلو په اوږدوكي برابر كړي.

 

    دپروژي اجراات او گټي

 

  دايبكو دويش سيستم د ډيزاين پړاوونو پلانگذاري بشپړه شوي ده. دبرښنا سيمه ايز مسئولين پكي لاس لري او چمتو دي چي په څارني او ساتني، ترميم او پراختيا پيل لاس په كار شي. دا هڅه او هاند دموسئساتي ظرفيتونو دلوړولو په گډون دي څرنگه چي دبرښنا مسئولين كيداي شي دكليوالي برښنا له ټولنو سره يو له بله سره متقابلاَ كار وكړي.

 

په ايبكوكي تر دي نيټي اجراات او گټي په لاندي ډول دي.

 

  • دسيستم د ډيزاين بشپړيدل

  • دښار نقشه او ښكنه، دستنو موقعيت او دسيستم ټول اړخونه په ځاي دي.

  • ستني نصب شوي دي.

  • مزي او ۵  ميگا واټه ترانسفارمر په ځاي دي.

  • دميترونو نصب او دفيوز بكسونه طرح او ډيزاين شوي دي.

  • فالتو يا اضافي لوازم دبرښنا اړونده مقام ته تحويل شوي ترڅو هغوي  دسيستم په ترميم  او دروغتونونو،  جوماتونو، دپوليس ماموريتونو او نورو ته دخدماتو پراختيا يا نښلوني باندي قادر كړي.

  • دكليو دبرښنا ټولني سازمان (REA)، لمړني جوړښت دپراختيا موندني مديره وړانديزي پلاوي په گډون او له USAID/SARI/E سره په همكارۍ، دلمړنۍ څارني  روزنه، مديريت، مالي او محاسبه موندل شوي دي.

   دهر دواړو پروژو لپاره راتلونكي فعاليتونه شامل دي پر:

 

  • د ۲۰۰۶ كال په پسرلي كي دسيستم د ساختمان بشپړول

  • امتحان كول او دويش سيستم ته انرژي وركول

  • دكليو دبرښنا دټولني (REA) ونډي پراختيا

  • دويش دسيستم، څارني او ساتني دكاركوونكو روزنه

  • دتوليد دواحدونو ساتنه او څارنه

  • دعايد د راټولونو دپروسي پراختيا

       دپنل بكس (Panel Box) په مخكي دبرښنا دانجنيرۍ يو افغان ماهر

لومړی مخ

دانرژی معلوماتی مرکز په اړه  

د بریښنا د تولید او تأمین احصایه

د ایبک ښار د بریښنا تقسیماتی شبکه

دنوښت وړ انر‌ژی

د سوند د توکو دتأمین احصایه

دبریښنا مؤسسی د بریښنا پیرودونکي

د بریښنا د تولید مرکزونه

 اړیکی

"

Copyright © 2006 Afghanistan Energy Information Center