|
په افغانستان كي
دانرژۍ اغيزمنتوب
د GERES
وړاندي كول يا ارايه
په افغانستان كي دانرژۍ
دبديل تكنالوژي
داوبو دبرښنا
كوچنۍ دستگاه
په سيمه كي دبرښنا دنشتوالي په خاطر، خلك مجبوراَ د
خاورو له تيلو څخه درڼا د اصلي منبع او له لرگو څخه دخوړو دپخولو، تودولو
او پخولو لپاره دانرژۍ
داصلي منبع په توگه كار اخلي. دا كار روغتيايي خطرات
ترڅنگ لري له حده ډير وخت نيسي او دچاپيريال دككړتيا لامل گرځي. برښنا، ددي
نيمگړتياوو او زيانونو په كمولو كي فعاله او اغيزمنه ونډۀ لري. ددي پروگرام
مركزي مطلب د اوبو دبرښنا دتوليد ديو شمير كوچنيو واحدونو په كار اچول دي
چي دسيمي دخلكو لخوا اخيستل شوي او هغوي دهغي څښتني دي. دبرښنا د توليد ددي
واحدونو سره تړلي، دكرنيزو محصولاتو دپروسئس كوچنۍ پيمانۍ فابريكه ده چي
دكرنيزو محصولاتو دپروسئس كولو وسايل برابروي او دخلكو دژوند دشرايطو له ښه
كيدو سره مرسته كوي. برسيره پردي دسيمي دبي ځمكه خلكو لپاره دكاركولو
دفرصتونو له رامنځته كولو سره مرسته كوي.
دپام وړ سيمه دبرښنا لپاره دټولني داړتياوو او غوښتنو
پربنسټ تثبيت او ټاكل كيږي.څرنگه چي كليوالي سيمي ډيري كرنيزي دي دا كار د
پانگي اچوني لپاره دكليوالو دهڅولو لپاره په كوچنۍ فابريكه كي چي په كلي
كي توليد شوي كرنيز محصولات پروسس كوي، بشپړ عملي دي. كه چيري دكلي ټول
غړي په يوه داسي موقف كي نه وي چي دا كار سرته ورسوي يو شمير په يواځي توگه
كيداي شي دا پانگه اچونه پرمخ يوسي.
دننگرهار ولايت دبهسود ولسوالۍ پوري اړوند دسراچي په
كلي كي داوبو دبرښنا دتوليد د كوچنۍ دستگاه دتوان دضريب دلوړولو په موخه
لاندي اقدامات سرته رسيږي:
۱. دبرښنا له انرژۍ څخه درڼا لپاره گټه اخيستل كيږي.
دماښام له ۶ بجو دشپي تر ۱۱بجوپوري
۲. دبرښنا له انرژۍ څخه (برښنايي تيتيدونكي يا دسيستم ډير لوړبار)
دځان مينځلو يا غسل لپاره داوبو گرمولو لپاره. دشپي له ۱۱ بجو څخه دسهار تر
۵ بجو.
۳. دكرنيز پروسس (دغنمو ژرنده) لپاره دمتقاطع جريان د توربين
دميخانيكي انرژۍ كارونه دسهار له ۵ بجو څخه دسهار تر ۱۰ بجو.
۴. دپكي لپاره دبرښنا له انرژۍ څخه استفاده (په اوړي كي) دسهار له
۱۰ بجو دماښام تر ۶ بجو پوري.
دبايوگس زياتونه او هڅونه
دجلال آباد، لغمان، كابل، لوگر او هرات ولايتونو په
ټيټو سيموكي دسون لرگو نشتوالي په كافي اندازه بهراني دي ترڅو دانرژۍ
بديلونه ترويج او وهڅوي. بايوگس دارنگه يو بديل دي. په پام وړ ولاياتو كي
شرايط مناسب گڼل كيږي، دڅارويو دفضله مواد و برابر والي، دملايم كافي
تودوخي درجو او اوبو باندي دلاس رسۍ ډاډ دميتان په توليدكي دمرستي او ادامي
لپاره دكال په اوږدوكي مساعده زمينه برابر وي.
دبايوگس د دستگاه جوړښت دثابتي گنبدي ډول ته ورته دي چي
دكورني اخلي پخلي لپاره كارول كيږي. دهرات، ننگرهار او لغمان ولاياتوكي
دبايوگس ۷۵ دستگاوي جوړي شوي دي.
اوسمهال دبايوگس دستگاوي جوړيزي، له ۸ څخه تر ۵۰
مترمعكب ظرفيت سره واحدونه او له پخو خښتو او سمينتو څخه جوړيزي. دا اندازه
په ورځ كي د ۷ ساعتو گاز دموندني او برابرولو داخلي پخلي په موخه دڅارويو
دفضلاتو يا حيواني سرى په اغيزمني كاروني، رڼا يا د ۲۰ كسيزه يوي كورنۍ
داتوكاري لپاره كافي ده. دحل كيدو داپروسه همدارنگه دلوړ كيفيت لرونكي سره
توليد وي. كولاي شو دا سره وپلورو يا په كورينو فارمونوكي دكرنيزو حاصلاتو
دښۀ كيدو لپاره تري گټه واخلو.
تر دي دمه دپام وړ سيمه كي له ۱۰۰ څخه ډير واحدونه جوړ
شوي دي. دبايوگس څښتنان دبايوگس دپروگرام ټول ټال قيمتونه له ۸ څخه تر ۱۲
مياشتو په اوږدوكي ادآ كوي. نوري دستگاوي دبيا وركړي له لاسته راوړلو څخه
جوړيږي.
دپام وړ سيمو په داخل كي، دمستفيد كيدونكو كورنيو په
ټاكنه كي دقيقي بيي رعايت شوي، دواحدونو نسبتاَ لوړ ټول ټال قيمتونه ټاكل
شوي، دحيواني سرى يا دڅارويو دفضله توكو مقادير، داړتيا وړ اوبه او دڅارني
او ساتني ضرورتونه هم ټاكل شوي. د اهلي څارويو مالكيت، داوبو په دايمي
منبع لاس رسۍ او دمالي امكاناتو برابروالي دمخكي شرطونو څخه دي. مستفيد
كيدونكي بايد هوكړه ليك لاسليك كړي چي دبيا وركړي دموعدونو په گډون حدود او
شرايط تصريح كوي. ديوه نقد تضمين هيل كيږي.
لمريزه اوبه گرموونكي
دا لمريزه اوبه گرموونكي كولاي شي چي دهوا دتودوخي د
درجي له په پام كي نيولو سره له ۶۰ څخه تر ۷۵ دسانتي گريد درجو پوري په ورځ
كي له ۱۴۰ څخه تر ۱۸۰ ليتره اوبو پوري گرمي اوبه برابري كړي. دلمريزي اوبه
گرموونكي منظره (AG-I) چي د
فلزكارۍ په فابريكه كي جوړه شوي.
دهرات په كليواي سيموكي
دبادي پمپونو توليد او خپراوي
هرات هغه ښار دي چي دخپلو ۱۲۰ورځنيو ډيرو قوي بادونو
دچليدو له امله مشهور دي. حتي دكال په پاتي ورځوكي هم ښۀ بادونه لري. كه څه
هم دهغه شدت له ۱۲۰ورځنيو بادونو سره برابر نه دي. دا كار دباد په انرژۍ
پوري اړونده تكنالوژيو او عصري تخنيكونو څخه داستفادي لپاره وړ امكان دخلكو
دلمړينو اړتياوو دپوره كولو په موخه ميسر كوي.
بادي پمپونه په هغه يوشمير كلوكي چي هلته د څښاك په
اوبو او داوبولو دمقاصدو لپاره لاس رسۍ يو واقعي شتونزه ده، نصب شوي دي.
دا بادي پمپونه په۴۰ فيصده ولاړ سب سايديو ويشل شوي دي ځكه نو عاي
داضافي واحدونو دتوليد لپاره دوران كوي. ددي لپاره چي دپروگرام دا برخه
عملي او پلي شي لاندي ستراتيژۍ ته پراختيا وركړل شوي:
۱. دبادي پمپونو لپاره دسيمو غوښتن ليكونه اخيستل
كيږي. غوښتنليكونه داړتيا او لمړيتوب پربنا تر غور او څيړني لاندي نيول
كيږي. دبادي پمپ له نصبولو مخكي لاندي فعاليتونه ترلاس لاندي نيول كيږي.
الف) ترځمكي لاندي اوبو دسطحي د مناسبوالي دټاكني
او موندني لپاره ساحه سروي كيږي.
ب) په اړونده سيمه كي يو داسي څاه باسي چي دپمپ
اړتياوي پوره كړي.
۲. دبادي پمپونو لپاره يوه طرح يا ډيزاين
برابريږي چي د ۸ متر في ثانيي باد په چټكتياكي له ۲.۵ ليتره في ثانيه ظرفيت
او ۲۰ متره پمپولو له لوړوالي سره، له ۹۰ ملي متره شعاع دمحور له استعمال
سره او ۱۵۰ ملي متره پمپ پستون سره موافق او برابر وي.
۳. يو څاه كيندل شوي او يو بادي پمپ چي دافغان
لپاره دبررسۍ دانرژۍ ساتنه او رغوني موسسي (AREA)
دبادي پمپ په فابريكه كي توليد شوي، نصب كيږي. برسيره
پردي تر ۱۵ متر مكعب اوبو د ذخيري لپاره يو مخزن جووړيږي. دا مخزن دكلي
داستوگنو لپاره د اوبو دبرابرولو لپاره هغه مهال چي هلته كافي بادونه نه
چليږي په پام كي نيول شوي دي.
۴. دساحي دچمتوكولو او توليد پرمهال، دكلي يو شمير
كسان دبادي پمپونو د واحدونو دويش او جوړښت په هكله روزل كيږي. له هغي څخه
مطلب دادي چي دوي خپله دهغه په نصب او ترميم باندي قادر شي او د ويش ضريب
زياتوالي ومومي.
په افغانستان كي دهندوكش په
جوړښتي حوزه كي دځمكي دتودخي باالقوه عامل
جيولوجيكي جوړښت
دتودوخي يو مقدار د اصطكاك له امله او همدارنگه دكرستلي
قشرونو يا ورقو په پولوكي دنورو منابعو پواسطه په ځمكه كي توليد يږي.
دافغانستان جوړښت د آسيا او اروپا(Eurasia)
(Tapponnier, et al., 1981)
پرڅنډو د ټكركوونكو ټوټو (Gondwanan)
يا كوچنيو دارنگه پاڼو دنښليدو يا انضمام پايله دهرات – پنجشير په اوږدو
ختيځ او لويديځ وتلي جوړښت دي چي دځمكي تر قشر لاندي طبقي تر ۷۰۰ كيلومترو
ژوروالي ټيټ شوي ژور بستر دمتصادم ښويدني چي يو ځاي په ځاي شوي دي رسيږي.
دا عمده ځاي په ځاي شوي جوړښت او په افغانستان كي دماتي سيستم په قشركي له
حد څخه ډير گرم شوي زونونو ته داوبو دنفوذ دځمكي تودوخي دسيالونو لپاره
توليد برابروي.
دچمن – مقر په اوږدو ورته جوړښتونه دشمال ختيځ – جنوب
لويديځ متصادمي ماتي ځاي په ځاي شوي سيستم د التمور دجنوب لويديځ ته دشمال
ختيځ لينده ايز ځاي په ځاي شوي سيستم – سروبي او دوهمي نوري ځاي په ځاي شوي
په ټول افغانستان كي د دي هيواد ډيري سيمي پوښل دي (شكل – ۲)، چيرته چي
گرمي چيني دهغه دمتحده او اړونده ځمكي د تودوخي دانرژۍ دمنابعو سطحي نښي
دي.
خو ځښتونه يا په افغانستان كي دځمكي دجوړښتي نوو
ځايونو بدلون چي دتصادمي پيښو پواسطه دتباشيري يا آهكي
(Cretaceous) زمان له پاي ۶۵
ميليون كاله په شاوخواكي مخكي توليد شول چي دهندوكش دغره سلسلي دلوړولو
لامل شو چي دبدخشان په ولايت كي دهيواد دشمال شرقترينه څخه دشمال ختيځ -
جنوب لويديځ – لويديځ څخه تر لري لويديځه دهرات په ولايت كي دهيواد تر پولي
ادامه موندلي، دافغانستان ټول ټال جوړښت يي په شمالي او جنوبي جوړښتي
مركبو باندي ويشلي دي )د
.(Saba and Avasia 1995
وروستي خوځښتونه يا ځاي بدلونونه دزلزلي دفعاليتونو په وسيله او دځمكي
تودوخه په ټول هيوادكي مشخص او ښودل شوي دي. پايليز جوړښتونه ديناميكي صفات
او ځانگړتياوي دشمال – جنوب د رانژدي كيدو او دختيځ او لويديځ دپراختيا
ښودونكي دي. برسيره پردي خوځښتونه يا دځمكي جوړښتي نوي ځاي بدلونونه،
دعمودي قوي لوړيدل ښيي چي په كلي توگه پورته تلونكي او په قسمي توگه
كږيدونكي دي. په افغانستان كي دزلزلي فعاليتونه ديوي كمي كږيدني دبدخشان په
ولايت كي په شمال ختيځه كي د واقع شوو دزلزلو له قويترينه فعاليت سره دختيځ
– لويديځ موندونكي دي. چيرته چي دهيواد فعاله جوړښتونه هلته ځاي لري.
شكل – ۲. دافغانستان ځمكي تودوخي منظري يا سطحي
دورنماوي.
) نقشه، له ۲۰ درجو سانتي گريد
څخه لوړي يوي T سطحي سره
حرارتي اوبه ښيي (
دځمكي دتودوخي عمده ښودونكي دهرات – پنجشير دځمكي
دجوړښت په اوږدوالي او په مركزي افغانستان كي دچمن – مقر ځاي په ځاي شوي
سيستمونه دي چي په دي سيموكي وچ او كلك فعال ځمكي تودوخي ښودونكي اكثراَ
دفعالو ځاي په ځاي شوو ماتو په سيستمونوكي دټيټو ځمكو اوبه نيوونكو په دننه
كي او خطي ځاي په ځاي شوو دښتو يا دافغانستان دجنوبي جوړښت مركبي پلني دښتي
ښكاره شوي دي.
شكل – ۳
شكل – ۳. دځمكي جوړښتي نوي فعاليت د ډراماتيكو بي ځايه
كيدو او لوړيدو لامل گرځيدلي څرنگه چي په باميانو مركزي افغانستان كي په
لاندي آنځوركي ليدل كيږي. په افغانستان كي دگرمو اوبو ځمكني اوبو كيميا.

شكل – ۴. دشفا اوبو گرمه چينه، اوبى ولسوالي دهرات
دښار دختيځ په ۱۲۰ كيلومترۍ كي واقع دځمكي په سطحه دسانتي گريد د تودوخي د
۵۲ درجو سره په يوه وچ زون كي يوه ډيره توده ځمكه.
شكل – ۵. دكالو د دښتي جنوبي خوا، ۲۰ كيلومتره دباميان
د ښار دختيځ پلوته د تودو چينو له څوگونو مظهرونو سره چي په دي ځاي كي
دكالو سيند چپي خواته ليدل كيږي.
په افغانستان كي دځمكي دتودوخي دانرژۍ زيرمي كولاي شي د
لازمي برښنا ځيني اړتياوي دغوښتني دپوره كولو لپاره ومومي. دبرښنا دانرژۍ
توليد دځمكي دتودوخي له انرژۍ څخه گټور دي او د نړۍ په سطحه دځمكي دتودوخي
له نورو دستگاوو سره په پرتله كي ډيره وده لري. برښنا دنړۍ په ۲۱ هيوادونو
كي د تودوخي له بخار څخه توليديږي چي په ۱۹۹۹ كال كي له ۲۲۲۸ ميگاواټ
برښنا سره دامريكا متحده ايالات د توليدوونكو په سركي ځاي لاره. په فليپين
كي د ۲۲ فيصده په شاوخواكي برښنا دځمكي د تودوخي له گاز څخه توليديږي. نور
هغه هيوادونه چي اوسمهال خپله ۱۲-۱۰ فيصدو پوري برښنا دځمكي د تودوخي له
انرژۍ څخه لاسته راوړي، عبارت دي له: كوستاريكا، السلوادور، ايسلند، او
نيكاراگوا (Huttrer 2001)
اوسمهال ډير مخ پروده هيوادونه لكه تركيه، كينيا، تايوان، چيلي او په چين
كي تبت هم دځمكي دتودوخي ساحاتوته پراختيا وركوي.
دځمكي دتودوخي له گرمو اوبو څخه دبرښنا دتوليد په موخه
اړينه ده ترڅو دوه مخكي شرط تحقق ومومي. وړ او كافي تكنالوژي او دلوړي
تودوخي د اوبو درجه يا ډير بخار. اوسمهال افغانستان ته د دوامداري او
اغيزمني تكنالوژۍ دهغه دځمكي دتودوخي له سرچينو څخه دټيټ قيمت دبرښنا
دتوليد لپاره په آساني برابر دي. په عين حال كي د افغانستان ساختماني جوړښت
د تر ځمكي لاندي تودو اوبو د دوراني سيستمونو پر پراخه شتوالي دلالت كوي.
مگر يواځي د ژوروالۍ، دتودوخي د درجي، او كيميا تر ټاكلو شرايطو لاندي بايد
ددي سيستم دتر لاس لاندي نيولو په برخه كي اقدام وشي. هغه شرايط چي دعملي
اجرائاتو لپاره دلازياتو پوښتنو مستلزم دي.
دځمكي دتودوخي دمستقيمي كاروني تكنالوژۍ طبعاَ
دسوداگريزو كارونو لپاره دځمكي دتودوخي دگرمو اوبو څخه گټه اخيستل كيږي.
افغانان د تودو اوبو دچينو روغتيايي او درمليزه خواص مخصوصاَ په مفصلي
روماتيزم او پوستكي په حالاتو دهغه دمعالجي قدرت بيژني. طبي غسل كول يا
دطبي منځني علم دهيواد دگرمو چينو له پيژندل شوو معالجونو څخه يو شمير
دعصري پراختياوو لپاره ديوي مهمي برخي په توگه دي چي په پام كي نيول كيږي.
دا كار دافغانستان دخلكو دعمومي سوكالۍ او دژوند دمعيار دسمون په ښه والي
كي دبرخي اخيستني لپاره دباالقوه عامل لرونكي دي. او حال دا چي سلگونه نوي
اوتل پاتي كسبونه رامنځته كوي.
دافغانستان لپاره دانرژۍ
ساتني او بيارغوني مؤسسي
(AREA)
دخښتو پخولو دكورى عمودي دودكش
دبيارغوني او بيا جوړوني بهير دپخو خښتو په گډون دتوكو
دټولو ډولونو دجوړولو او برابرولو مستلزم دي. په دوديزه ډول په افغانستان
كي خښتي په لرگو يا بوټو (Bushes)
پخي كيږي. ځكه نو هركال ميليونونه ټنه لرگي سوځدل كيږي. دافغانستان لپاره
دانرژۍ ساتني او رغوني مؤسسي (AREA)
دخښتي پخولو په كوره كي سكاره چي دانرژۍ يوه وړ منبع ده،
كارول كيږي. دخښتي پخوني كاركوونكي په دوراني توگه دنده سرته رسوي او په
دايمي ډول يي ۴۰ تنه استخدام كړي دي. له سكرو څخه دكارولو له سره سره
دليدو وړ هيڅ لوگۍ نه تر سترگو كيږي.
غوره توبونه:
۱. دانرژۍ ۷۰ فيصده اغيزمنتوب
۲. په ټيټ قيمت كي لوړ كيفيت
۳. له ټولنيزي او چاپيرياليزي مخي روغتيا
۴. دكوچنيو تشبثاتو لوړول او هڅونه
۵. دخپل خپله دوام له وړتيا سره پروگرام
|