دافغانستان دانرژی معلوماتی مرکز دافغانستان دانرژی معلوماتی مرکز New Page 1

 AEIC Logo

 د انګریزي برخي لومري مخ             دافغانستان دانرژی معلوماتی مرکز 

"

 

 

  د افغانستان دانرژۍ معلوماتي مركز

 

دافغانستان دانرژۍ معلوماتي مركز (AEIC) دافغانستان دانرژۍ دمرستندويه  پروگرام (AEAP) يوه برخه ده چي دامريكا دمتحده ايالاتو دنړيوالي پراختيايي اداري (USAID) لخوا تمويليږي.

 

            دافغانستان دانرژۍ مرستندويه پروگرام

دافغانستان دانرژۍ مرستندويه  پروگرام (AEAP) په ۲۰۰۲ كال كي په افغانستان كي له دوي لسيزي جگړي او نا آراميونه  وروسته دبرښنا دانرژۍ دغوڅي منبع په توگه  د برښنا كموالي دوضعي دتحليل لپاره ديوه بيړني ځواك په توگه منځته راغلي. دا پروگرام دنړيوالي گډي همكارۍ دهڅو يوه برخه دبرښنا، اوبو او سړكونو په گډون په افغانستان كي دشته فزيكي بنسټونو دسمون په موخه دي. دامريكا دمتحده ايالاتو نړيوالي پراختيايي اداري (USAID) پراخ او هراړخيز پروگرام په افغانستان كي دبرښنا دستكور لپاره  دافغانستان له حكومت  او دافغانستان دبرښنا په سكتوركي دفعال نړيوالو نورو مرستندويو سره په نژدي او گډي هم غږۍ سره قرار لري.  دوي  د نړيوال بانك، آسيايي پراختيايي بانك، Kreditanstalt fur Wiederaufban، دجاپان حكومت او دهندوستان دحكومت په گډون دي. دافغانستان دانرژۍ مرستندويه پروگرام (AEAP) دفزيكي جوړښت، د ارتياوو تجهيزات اود سوند د توكو د برابرولو، او تخنيكي مرستي چي يوه بيلګه يي  دانرژۍ د معلوماتو مركز دي.

 

            په افغانستان كي دبرښنا دسكتور په اړه معلومات

 

په افغانستان كي دبرښنا دسكتور په اړه دمعتبرو او مؤثقو معلومات لاسته  راوړل فوق العاده ستونزمن دي. مقداري انځوريز يا ترسيمي تازه معلومات په ۲۰۰۴ ام كال په بشپړ او پراخه توگه (دبرښنا دسكتور ماسترپلان) سرته ورسيدل. دا معلومات دڅيړلو او لاس په كار كيدو لپاره له هيڅ توانايۍ سره يو نه خوځنده گزارش دي. له دي نيټي وروسته  دبرښنا دسكتور په اړه مكتسبه اضافي معلومات داستان ډوله، نيمگړي، برخه برخه، مغاير يا متناقض دي. په پايله كي، پلانگذاري او دپانگي اچونو ارزوني ستونزمن دي او په لازمو وختونوكي له ذيدخله كليدي كسانو سره اړيكي رنځوونكي دي.

 

دافغانستان دانرژۍ دمعلومات مركز

 

دانرژۍ دمعلوماتو دمركز دنده راټولونه، تحليل او تجزيه او دانرژۍ  په اړه د دارنگه معلوماتو شريكول  په افغانستان كي دي چي له موخي او تعصب خالي، ډاډمن او په موقع وي. تر پوښښ لاندي ساحه دبرښنا، تيل او گازو، سكرو، دانرژۍ اغيزمنتوب او دتجديد وړ انرژۍ دمعلوماتو په گډون دي. دانرژۍ معلومات بايد داستوگنو مصرف كوونكو، سوداگريزو او صنعتي استعمالوونكو، او دانرژۍ دمحصولاتو دبرابروونكو او توليدونكو د اړتياوو له استعجاليت سره متناسب او تړلي وي.

 

 دانرژۍ د معلوماتو مركز (EIC)   دانرژۍ پاليسي او پلانگذاري دلاندي وظيفوي موخو له لاري حمايت كوي:

 

·              دبرښنا ددستگاوو په اړه معلومات او دتخنيكي رسمونو ديوه  كتابتون پا يښت او راټولونه.

·              دافغانستان دانرژۍ دمعلوماتو دمركز دمسلكي گزارشونو ديوه كتابتون پا يښت او راټولونه.

·              دانرژۍ دراتلونكو اړتياوو وړاندوينيه او په انرژۍ متمركزه سيمه ايزه امنيت دمطالعي په گډون دانرژۍ دتاريخي نښي نښانو ساتنه.

·              دبرښنا د دستگاوو او دهغه دتوليد په اړه دمعلومات لپاره ديوي ماخذي منبع شته والي.

·              دانرژۍ داغيزمنتوب لوړول، دانرژۍ دتكنالوژيو ادامه وركول او دتجديد وړ انرژۍ څخه ملاتړ.

·              په شته، نويو،  او د نوښت وړ نوي منځ ته راغلي   تكنالوژي دبازار حمايت موندنه.

·              دانرژۍ په او له چاپيريال ساتني او اقتصاد سره دهغه متقابل عمل په اړه له عامه پوهاوي څخه ملاتړ.

·              سيمه ايزو ماهرينو او دافغانستان حكومت (GoA) ته دنړيوالو ښو تجاربو ليږدونه.

 

دانرژۍ دمعلوماتو مركز (EIC) دامريكا دمتحده ايالاتو له  نړيوالي پراختيايي اداري (USAID) څخه په استازيتوب منځته راغلي او دامريكا دمتحده ايالاتو دنړيوالي پراختياي اداري (USAID) دستراتيژيكي ليدني پربنسټ فعاليت او عمل كوي. همدارنگه دانرژۍ معلوماتو مركز (EIC)  په افغانستان كي  دافغانستان دبرښنا موسئسي (DABM) او د اوبو او انرژۍ په وزارت   (MEW) كي ورته بيلابيلو سطحوكي گروپونو او يا ډلو، دافغانستان له حكومت (GoA) سره مسئول او ژمن دي. دانرژۍ داطلاعاتو مركز (EIC)، دامريكا متحده ايالاتو دنړيوالي پراختيايي اداري (USAID) پواسطه د وضع شوو پارامترونو ترمنځ دنړيوالو مرسته كوونكو او دهغوي له سلاكارانو سره دبيا گډي پاليسۍ چي په افغانستان كي دانرژۍ په سكتوركي فعال دي، دي. دانرژۍ دمعلوماتو مركز (EIC)  دمعلوماتو دخدماتو ديوه افغان متخصص تر مشرۍ لاندي كار كوي او دنړيوالو تخنيكي مرستي د سلاكارانو په واسطه حمايت كيده.

 

            ويب پاڼه (Web Page)

دافغانستان دانرژۍ دمعلوماتو مركز(AEIC)  يو مهم ماموريت دا ويب پاڼه ده. دويب پاڼي دندي دادي:

۱) په افغانستان كي دافغانستان دبرښنا موسئسي (DABM)، داوبو او انرژۍ وزارت، او دبيا رغوني پروژوكي دلاس په كار مرسته كوونكوته د انجنيري تفصيلي رسم ويش او خپراوي.

 ۲)  دافغانستان دانرژۍ د وضعيت يو اجمالي مرور موندنه: سرچيني، پلانونه، موضوگاني، نقشي، او په دي اړه دبي خبره كسانو لپاره پروگرامونه.

۳)   دغبرگون دانعكاس د وسيلي په توگه ددي امر تشخيص او ټاكني لپاره چي دانرژۍ  دمعلوماتو كوم ډول يو لمړيتوب دنيولو او تر واك راوستو لپاره او دمرسته كوونكو، دافغانستان دحكومت چارواكي، په افغانستان كي دفعالو نړيوالو او سيمه ايزو دانرژۍ متخصصين او افغان ښاريانو لپاره گزارش دي.

 

دپوښتنو او لازياتو معلوماتو لپاره

دافغانستان دانرژۍ دمعلوماتو مركز (AEIC) دانرژۍ دمعلوماتو په اړه دغوښتنو دموندني، دمتقابلو همكاريو لپاره نظرياتو، داصلاحاتو لپاره وړانديزونو او  د مينه والو اړخونو څخه هربل غبرگون هيله من دي.

لطفاَ د ويب پاڼي په (Home section) برخه كي (Contact Us tab) اړيكي ته مراجعه وكړئ.

 

لومړی مخ

دانرژی معلوماتی مرکز په اړه  

د بریښنا د تولید او تأمین احصایه

د ایبک ښار د بریښنا تقسیماتی شبکه

دنوښت وړ انر‌ژی

د سوند د توکو دتأمین احصایه

دبریښنا مؤسسی د بریښنا پیرودونکي

اړیکی

 د بریښنا د تولید مرکزونه

"

Copyright © 2006 Afghanistan Energy Information Center